Asset 1SWN

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشري «تاتارستان» ته تللی

سفر سرپرست وزارت صنعت و تجارت به تاتارستان

د «روسیې او اسلامي نړۍ» ۱۵مه اقتصادي ناسته سه‌شنبه، غويي ۲۵مه د تاتارستان پلازمېنه «کازان» ښار کې پیل شوه. دغه ناسته کې چې تر راتلونکې یکشنبې به دوام وکړي، د سرپرست حکومت یوه پلاوي هم په‌کې ګډون کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي چې د یاد پلاوي مشري پر غاړه لري، د «روسیې او اسلامي نړۍ» د ۱۵مې اقتصادي ناستې په څنډه کې به افغانستان کې د پانګونې جلبولو لپاره د ځینو هېوادونو پلاویو او سوداګرو سره هم لیده‌کاته ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وویل: «د افغانستان پلاوي دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د سوداګرۍ اسانتیا، د پانګونې ودې او د پانګونې جلب لپاره د روسیې او تاتارستان چارواکو او د نورو هېوادونو استازیو او شرکتونو سره لیدنې ولري.»

د هېواد اقتصادي وضعیت ته په کتو د چارو شنونکي هم ورته غونډو کې د افغانستان ګډون مهم بولي. د اقتصادي چارو شنونکي هېواد کې د پانګونې جلبولو لپاره دا شان غونډو کې د پانګونې زمینو پر وړاندې کولو ټینګار کوي.

د اقتصادي مسایلو کارپوهاه عبدالنصیر رښتیا وویل: «څومره چې د افغانستان استازي په دې ناستو کې ګډون وکړي، کولای شي هم سیاسي ستونزې حل شي او اقتصادي ستراتیژیکې اړیکو مو لاهم پیاوړې کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سره له دې چې سرپرست حکومت د نړۍ په کچه سیاسي محدودیتونو سره مخ دی، خو بیا هم هڅه کوي چې هېوادونو په ځانګړې توګه د سیمې او نړۍ اسلامي هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام