Asset 1SWN

د المان سوسیال ډیموکرات ګوند کابل کې د خپل سفارت پرانېستلو غوښتنه کړې

19511479_590

د المان د سوسیال ډیموکراټ ګوند ویاند نېلز شمیډ د «ټاګس شپېګل» ورځ‌پاڼه له‌خوا په خپره شوې یوې مقاله کې له سرپرست حکومت سره د المان اړیکو نیولو پر اړتیا ټينګار کړی دی.

د المان د ډیموکراټ سوسیال ګوند د اوسني لومړي وزیر اولف شولز په مشري د دې هېواد واکمن ګوند دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شمیډ په دې مقاله ویلي چې افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د خرابېدو مخنیوي برخه کې د خپلې ونډې لپاره باید د افغانستان سرپرست حکومت سره ډيپلوماټیکې اړیکې ټينګې کړي او کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

د المان د سوسیال ډيموکرات ګوند ویاند دغه څرګندونې د اسلامي امارت له تود هرکلي سره مخ شوې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې اسلامي امارت افغانستان کې د المان ډيپلوماټیکو فعالیتونو ته د زمینې برابرولو لپاره چمتو دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د ډیموکرات سوسیال ګوند ویاند څرګندونې ته خوشبینه یوو، که المان غواړي چې خپل ډيپلوماټان افغانستان ته راواستوي، اسلامي امارت به دې برخه کې ورته زمینه برابره کړي چې ډيپلوماټیکې اړیکې ټينګې شي او مقابل درک به هم لوړ شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د المان حکومت او د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه کوم نظر نه‌دی ورکړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام