Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې د امام ابوحنیفه څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستل شو

90c18ce7-39ab-4adb-ad6c-fceca03066ac

د امام ابوحنيفه څلورم ملي او نړيوال نندارتون نن دوشنبه، لړم ۲۶مه، کابل کې د افغانستان نړيوال نندارتون مرکز کې په رسمي ډول پرانېستل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د امارت اسلامي د صنعت او تجارت وزير نورالدين عزيزي، د بېلابېلو وزارتونو استازو، د ګاونډيو هېوادونو ديپلوماتانو او ښاريانو پراخ ګډون کړی وو.

نورالدين عزيزي د نندارتون د پرانستنې په مراسمو کې وويل، امارت اسلامي خپل تمرکز اقتصادي پروګرامونو او په ځانګړي ډول د صنعت پر سکتور ساتلی او د همدې هڅو له امله افغانستان دامهال له ټولې نړۍ د ۸۰ هېوادونو سره سوداګريز تعاملات لري.

هغه زياته کړه: «موږ اوس له اتيا هېوادونو سره سوداګري کوو، په ځانګړي ډول له چين سره ډېرې ښې اړيکې لرو. له هڅو هېڅکله لاس نه اخلو، هغه تحرک چې په افغانستان کې رامنځته شوی د خصوصي سکتور په ګټه دی او موږ به يې دوام ورکوو. په وروستي سفر کې مو له ايران سره ۳۳ هوکړې لاسليک کړې څو د چابهار له لارې د ټرانسپورټ اسانتياوې نورې هم پياوړې کړو. چابهار يوازې د افغانستان د ترانزیت لاره نه ده، بلکې د منځنۍ اسيا د ټولو هېوادونو لپاره مهم دهلېز دی.»

عزيزي زياته کړه چې امارت اسلامي هڅه کوي د سوداګرۍ د پراختيا او د بازار د اړتیاوو پوره کولو لپاره د ميلک بندر د ځمکني او اوسپنې‌پټلۍ دهلېز په توګه چمتو کړي، څو افغانستان د نړۍ له نورو هېوادونو سره وصل شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير عطاالله عمري له پانګه‌والو وغوښتل چې د لوړ کيفيت توليدات وړاندې کړي، څو د افغان محصولاتو نړيواله برانډ جوړونه يقيني شي.
ده وويل: «له خصوصي سکتور مو غوښتنه دا ده چې پام دې د توليد او صادراتو پر پراختيا وي. موږ د هر هغه هېواد سره ګټورې معاملې ته تيار يو، خو د خلکو او نړیوالو پېرودونکو د باور د ترلاسه کولو لپاره بايد لا ډېر کار وشي څو زموږ محصولات يو منل شوی برانډ شي.»

کابل کې د ايران سفير علي رضا بيګ‌ديلي هم په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې ايران د افغانستان د اقتصادي ثبات او سوداګريز پرمختګ ملاتړ ته ژمن دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وويل: «د ايران ترانزيتي وړتياوې د افغانستان د خلکو په خدمت کې دي، له بندر عباس او چابهار څخه نيولې تر پولې او د خواف–هرات رېل‌پټلۍ پورې. زموږ سوداګريزې راکړې ورکړې د تېر کال په پرتله پنځه برابره زياتې شوي دي. له ايراني پانګه‌والو هم غواړو چې په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته پراختيا ورکړي.»

هغه په ګډو اقتصادي هڅو کې د بانکيمالي کانالونو، د ترجیحی سوداګرۍ تړون، د پولو د بازارچو پراختيا او د ترانسپورټ د جریان د چټکتیا غوښتنه هم وکړه.

په نندارتون کې ګڼ شمېر غرفه‌داران د دې پروګرام هرکلی کوي او دا یې د خپلو توليداتو د معرفي او بازارموندنې لپاره «زرين فرصت» بولي.
مسیح اریَن چې د ښځو لاسي صنایع یې نندارې ته وړاندې کړي، وويل: «موږ دلته کورني توليدات راوستي، ټول یې د افغان ښځو لاسي صنايع دي؛ لاسبندونه، ګلیمونه، قالين او نور. هيله لرو چې بهرني مېلمان هم ورڅخه ليدنه وکړي او پلور به یې ښه وي.»

زرلښت، یوه بله غرفه‌داره وايي: «زموږ محصولات د کوچیانو دودیز لاسي کارونه او زیورات دي. نندارتون ډېر ښه فرصت دی؛ هم مارکېټنګ کېږي او هم پلور.»

په دغه نندارتون کې نزدې ۴۰۰ غرفې فعاله دي چې د افغانستان، ايران، اوزبیکستان، قزاقستان او یوشمېر نورو هېوادونو توليدات په کې نندارې ته وړاندې کېږي. له دې ډلې ۶۵ غرفې ځانګړې د ښځو د صنايعو لپاره ځانګړې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام