د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې په ټول افغانستان کې د وچ هوايي شرایطو د واکمنېدو اټکل شوی او تمه ده چې یوازې د هېواد په شمال او شمالختیځو سیمو کې لږ او محدود ورښت وشي.
یادې ادارې نن دوشنبه، کب څلورمه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د هواپېژندنې د وروستیو ارزونو له مخې به د هېواد په ډېری برخو کې ورښت له منځنۍ کچې ټیټ وي چې دا وضعیت د کرنې لپاره د اندېښنې وړ بلل کېږي.
د یاد سازمان په وینا، د تودوخې درجه به د عادي حالت په پرتله له ۰٫۲۵ تر ۴ سانتيګرادو لوړه وي. دا غیرمعمولي ګرمي به د واورو چټک وېلېکېدل ګړندي کړي او د پسرلي وروستیو او اوړي لپاره د واورو د زېرمو اندازه راکمه کړي؛ هغه زېرمې چې د خړوبولو (اوبو لګولو) لپاره ډېرې مهمې ګڼل کېږي.
سره له دې د هېواد په شمالختیځو، ختیځو او مرکزي لوړو سیمو کې لاهم شونې ده چې لږترلږه تودوخه تر صفر درجې ښکته شي چې دا چاره د یخنۍ او کنګلکېدو د محلي خطر د دوام مانا لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنیزو چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې پرلهپسې وچکالي د هېواد په شمالي باراني کرنیز کمربند کې د فصل د پیل له وخته د رطوبت د کمښت خطر زیاتوي. دا وضعیت کولای شي د غنمو او نورو باراني کروندو پر حاصل منفي اغېز ولري او د بزګرانو عایدات زیانمن کړي.
په همدې حال کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې اعلان کړی چې د ورښت وضعیت له نږدې څاري، څو د باراني کرنې د بدلونونو او پر کلیوالي ژوند د احتمالي اغېزو په اړه پر وخت ارزونه وکړي.
کارپوهان ټینګار کوي چې که دا وچ شرایط دوام وکړي، نو د اوبو مدیریت، د وچکالۍ پر وړاندې د زغم لرونکو تخمونو کارول او د بزګرانو لپاره بیړني ملاتړ پروګرامونه به د راتلونکو میاشتو مهم لومړیتوبونه وي، څو د کرنې او خوړو د خوندیتوب زیانونه راکم شي.