د هرات محلي مسوولان وايي چې د رېل ګاډۍ په مرسته د چین هېواد د ټرانزیټي توکو لومړۍ جوپه هرات ته رسېدلې ده.
د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وايي چې دې جوپه کې ۱۰۱۱ ټُنه اوسپنې بار وې او د ایران د اوسپنې پټلۍ له لارې د یاد ولایت د غوریان ولسوالي د روزنک تمځای ته رسېدلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ د چارو بشپړېدو سره به هېواد کې د اقتصاد لپاره لا نوي ظرفیتونه برابر شي.
هغه ټينګار وکړ چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد د سیمې هېوادونو سره د افغانستان ټرانزیټي اړیکو په پراختیا کې یو مهم ګام دی.
چین چې د افغانستان ګاونډی هېواد دی، د نړۍ د ستر اقتصاد لرونکي هېواد په توګه ګڼل کېږي او افغانستان کې یې، پر سترو پروژو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.