Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان او پاکستان د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړنۍ غونډه وشوه

GvRCnBOXQAAsc5v

د اسلامي امارت او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړی پړاو غونډه تېره ورځ دوشنبه اسلام‌آباد کې ترسره شوه.

د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (دوشنبه، سرطان ۱۶) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه غونډه کې پر دوه اړخیزو سیاسي مسایلو، سوداګرۍ، ټرانزیټي همکاريو، سیمه‌ییز اتصال او نړیوالو سیاسي موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

همدا ډول دواړو لوریو پاکستان کې د افغان بندیانو او کډوالو د ستونزو په حل او افغان ناروغانو او سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو په راوستلو ټینګار وکړ.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دواړو لورویو ژمنه وکړه چې د ننګونو د حل لپاره به تعامل ته دوام ورکوي او د سیمه‌ییز پرمختګ او د دوه‌اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې په امنیت ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه غونډه کې د افغانستان له لوري د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې رئیس مفتي نور احمد نور او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او لوېدیځې آسیا د چارو معین سید علي اسد ګیلاني پرغاړه وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام