Asset 1SWN

د لوګر ولایتي روغتون کې په لومړي ځل د «هډوکو درملنې څانګه» پرانېستل شوه

491035721_9145475628913927_2338704604002282525_n

د لوګر د عامې روغتیا ریاست له لوري په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت سیمه‌ییزو چارواکو په ګډون د ملي دفاع وزارت او د یوشمېر موسسو استازو ګډون کړی وو.

جوړ شوې غونډې ته د ملي دفاع وزارت د روغتیايي خدماتو مرستیال برید جنرال عبدالولي احمدزي وویل، د لوګر په ولایتي روغتون نائب‌امین‌الله خان لوګري کې د لومړي ځل لپاره د ملي دفاع وزارت د روغتیايي علومو اکاډمي په ملاتړ د هډوکو د درملنې مرکز پرانېستل شوی دی.

نوموړي وویل، دا مرکز به د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې ولس ته په وړیا توګه خدمات وړاندې کوي.

هغه همدارنګه وویل، په تېرو درېو کلونو کې څلور سوه بستریز روغتون کې پرمختللي دستګاوې، تخصصي څانګې په ځانګړي ډول د هډوکو درملنې برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د لوګر د عامې روغتیا ریاست رییس حافظ سعیدالرحمن قادري وویل: «په لومړي ځل د دغه څانګې فعالېدل د لوګر روغتیا پالانو لپاره ستره لاسته راوړنه ده او اوس مهال د دې ولایت په ټولو سیمو کې اساسي روغتیايي خدمات له ۶۷ مرکزونو څخه ۱۱۷ مرکزونو ته لوړ شوي دي.»

قادري زیاته کړه، روان کال کې به د روغتیا برخه کې پنځه روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شي او روغتیا برخه کې به د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.

ورته مهال د طبي علومو اکاډمي قومندان داکټر اسماعیل وردګ وایي، دا مهال د لوګر په گډون ټول هېواد کې له شلو څخه زیات د ساین څانګې فعالې شوې چې ټول خدمات او درملنه یې په وړیا توګه په لوړ کیفیت هغو ناروغانو ته وړاندې کېږي، چې هډوکې یې مات شوي وي.

نوموړي وړاندې وویل، د دغه څانګې په واسطه د مات شوي هډوکي ناروغ، ۲۴ ساعتونو کې کولای شي، خپل عادي ژوند ته وګرځي.

د لوګر په ولایتي روغتون کې په داسې کې د هډوکو درملنې (ساین) څانګه پرانېستل شوې چې د دغه ولایت د یوشمېر لروپرتو ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د روغتیايي مراکزو او ښځينه ډاکټرونو د فعالیت پراختیا غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام