Asset 1SWN

سلام وطندار

تخار کې د شهروان کانال د پراخېدو چارې پیل شوې

عادی

د تخار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز تالقان ښار کې د «شهروان کانال» د پراخېدو چارې یې پیل کړې دي.

د دغه ولایت والي عبیدالله امین‌زاده د یاد کانال د پراخېدو چارو د پرانېستلو پر مهال وویل چې د شهروان کانال دواړو لوریو ته به غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځول شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د تالقان سیندیزې حوزې رییس صبغت‌الله قانع بیا وايي چې د یاد کانال شاوخوا پنځه کیلومټره ځمکه چې د خلکو له لوري غصب شوې وه، د بېرته راګرځولو چارې یې پیل شوې دي.

د نوموړي په وینا، دې سیمه کې یې ټول کورونه او هغه بندونه چې په خپل‌سري توګه جوړ شوي وو، ویجاړ او کانال سره به یې یوځای کړي.

د وروستیو کلونو پر مهال د تالقان ښار اړوند شهروان کانال ته نږدې د هستوګنې کورونه جوړ کړي چې د یاد کانال د اوبو کمېدو او ناپاکۍ لامل شوی دی.

په همدې حال کې د یاد ولایت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د دې کانال د اوبو کمښت سره د بهارک ولسوالي مرکز خواجه‌غار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه له ۲۰ مټرو ۴۰ مټرو ته ښکته شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شهروان کانال په پراخېدو سره به د مرکز تالقان ښار او یوشمېر ولسوالیو کې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه او خلکو به د اوبو کمښت ستونزې څخه خلاص شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام