د ټولګټو وزارت وايي، د افغانستان، اوزبیکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د اورګاډي اقتصادي دهلېز د همکارۍ تړون د ۲۰۲۵ کال تر پایه وغځېد.
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، یاد تړون اوزبیکستان ته د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال محمد اسحق صاحبزاده د سفر پر مهال تمدید شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وايي، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او چین ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې څلور زره کانتینرونه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.
نوموړي وویل: «۲۰۲۴کال کې د افغانستان او چین ترمنځ د ریلي دهلیز له لارې ۴۲۰۰ کانټېرونه لېږدول شوي او دا هوکړه د رېلي همکاریو په خاطر ۲۰۲۵کال لپاره تمدید شوه او اقتصادي دهلیز چې د څلور هېوادونو، افغانستان، اوزبیکستان، قرغیزستان او چین ترمنځ مستقیم انتقالات به د حیرتان بندر له لارې مزارشریف ته راځي او سوداګرو ته به اسانتیاوې رامنځته کړي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي دغه هوکړه د هېواد د سوداګرو لپاره ګټوره بولي او پر عملي کېدو یې ټینګار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «د دې لپاره چې له ګاونډیو سره مو د سمندر له لارې ستونزې دي، اړ یو چې د شمال له لارې یو دهلیز پرانیزوو او له ګاونډیو سره د ټرانزیټي ستونزو له امله دا هوکړه ګټوره ده او سوداګرو ته اسانتیا ده، هیلهمند یم چې د هوکړه عملي شي او استفاده وشي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اورګاډي اقتصادي دهلیز چې له چین، قرغزستان او ازبکستان څخه تیریږي او د حیرتان – مزارشریف ریل پټلۍ سره وصلېږي په ۲۰۲۲ کال کې د دغو څلورو هیوادونو لهخوا جوړ شوی دی.