Asset 1SWN

سلام وطندار

د هلمند ګرمسېر کې د اوبو رسونې یوې شبکې رغنیزې چارې پیل شوې

720b16ab-b93c-4ac5-b858-0eddd9ffaf2a

د هلمند په ګرمسېر ولسوالي کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» په مالي لګښت د اوبو رسونې یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې.

د اوبو رسونې دغه شبکه د ګرمسېر په کوچیانو کلي کې جوړېږي چې چارې یې، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له‌خوا پرمخ وړل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې شبکې پر جوړېدو نږدې پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د یونېسف له‌ لوري ورکول کېږي.

د هلمند والي ویاند محمدقاسم ریاض په دې سلام‌وطندار ته وویل: «یاده شبکه د ۲۰ متره‌مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري چې د ۱۲ تختو نښلولو سره، ۳۱۰۱ متره په اوږدوالي سره به د نلونو پرمټ تر هستوګنیزو کورونو پورې اوبه ورسوي او د دې ترڅنګ به ۹۲ د اوبو نل‌کې هم ولري.»

د ریاض په وینا، دې شبکې ته به برښنا له لمریزو دړو برابرېږي او د رغنیزو ګارونو  بشپړېدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. د دې شبکې په جوړېدو سره به شاوخوا ۱۷۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابرې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

چارواکي ټينګار کوي چې هلمند ولایتي اداره هڅه کوي، څو تر ځمکې لاندې د اوبو کچه وساتي او د ټيټېدو مخنیوی یې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام