Asset 1SWN

سلام وطندار

د کندهار-سپین‌بولدک د ۳۹.۶ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

سړک-کندهار جوړونه-رغونه-سرک

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د ۳۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهارښار-سپین‌بولدک ترمنځ د څه باندې ۳۹ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.

د چارواکو په وینا، دغه سړک چې ۳۹.۶ کیلومټره کېږي، د نهو میاشتو په موده کې ورغول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ټولګټو وزارت د پروژو تخنیکي مسوول انجینیر شېرحسن خوشیووال وایي چې د دې پروژې چارې به په اساسي او معیاري توګه بشپړې شي.

د یادې پروژې مشر انجینیر کرامت‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «د اسلامي امارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم، د دې سړک کار بیا پیل شو. دا پروژه د کیفیت د تضمین لپاره ځانګړي انجنیران لري چې رغنیزې چارې څاري.»

د تړون‌کوونکي شرکت استازي، انجینیرعبدالصمد هم وویل: «په پروژه کې درې پلونه او یوه اورلۍ شته. د کار ټولې چارې د کیفیت له مخې په ښه ډول پرمخ روانې دي.»

بل‌خوا د کندهار اوسېدونکي او موټرچلوونکي بیا د یاد سړک د رغېدو چارو ته خوښ دي او وايي، د دې لارې رغونه به د ټرافیکي پېښو د کچې کمېدو ترڅنګ، د وسایطو ساتنې لګښت هم راکم کړي.

موټرچلوونکي صالح محمد وویل: «دا پروژه د وطن او ملت په ګټه ده، ځکه د ټرافیکي پېښو کچه به ورسره راکمه شي.»

د کندهار اوسېدونکی تاج محمد وايي: «د سړک جوړېدو سره به خلکو ته زیاتې ګټې ورسوي او د ترانسپورتي ستونزو کچه به راکمه شي.»

د کندهار-سپین بولدک سل کیلومتره سړک د مخکیني حکومت پرمهال پیل او بیا یې، چارې وځنډېدې چې د سوېلې حوزې د ترانسپورت لپاره یوه حیاتي پروژه بلل کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه لار د افغانستان د صادراتو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته د توکو لېږد کې مهم رول لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام