Asset 1SWN

سلام وطندار

روزګان کې په ۲۹ میلیونه افغانۍ د ګېزاب پُل د جوړېدو چارې پیل شوې

روزګان پُل

د روزګان محلي مسوولان وايي چې د ګېزاب ولسوالي اړوند هندوګک سیمه کې پر هلمند سیند د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پُل د جوړېدو د پاتې برخې چارې پیل شوې.

دغه پُل چي د ټرانزیټ له اړخه خورا ارزښت لري، ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالي لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مسوولانو په وینا، د دې پُل ۵۰سلنه چارې د مخکني حکومت پرمهال مخته تللې وې، خو پاتې چارې یې اوس پیل شوې.

د دغه پُل چارو پرانېسټ‌غونډه کي د ګېزاب، ولسوال امیرحمزه حنفي وویل چې د یاد پُل ساختماني شرکت مسوول ته د امنیت او همکارۍ  ډاډ ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دغه پُل رغنیزو چارو پیل ته د سیمې اوسېدونکو خوښي وښوده او له چارواکو غوښتنه کوي چې دې سیمه کې دې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام