Asset 1SWN

سلام وطندار

زابل کې په درېوو میلیونو افغانیو د یوه چېک‌ډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

IMG_20230208_125212_644

د کرنې وزارت مسوولان وايی چې د څه باندې درېوو میلیونو افغانیو په ارزښت یې دغه ولایت کې د یوه چېک‌ډېم د جوړېدو چارې پیل کړې دي.

دا چېک‌‌ډېم د زابل شهرصفا ولسوالي په شوخک سیمه کې جوړېږي چې د نهه متره په لوړوالي او ۶۵ متره اوږدوالي سره به د ۹۵زره متره مکعبه اوبو د زېرمې ظرفیت لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د زابل محلي مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادې پروژې  د رغنیزو چارو لپارو د کرنې وزارت له‌خوا درې میلیونه او اتیا زره افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

د شهرصفا ولسوالي شوخک سیمه کې د وچکالي له امله ډېری باغونه وچ شوي او کرنیزې ځمکې شاړې پاتې شوې دي.

خو د دې سیمې کروندګر هیله لري چې د یاد چېک‌ډېم په رغېدو سره به یې تر یو بریده بیاځلې شاړې ځمکې ابادې او وچ شوي باغونه را زرغون شي.

په ورته مهال یو‌شمېر هغه کسان چې په یاده پروژه کې ورته د کار کولو زمینه برابره شوې، وايي، که دغه ډول پراختیايي پروژې ډېرې شي، ځوانان به بهرنیو هېوادونو ته له ناقانونه تګ او پردۍ مزدورۍ څخه راوګرځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې تېرکال هم زابل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیايي بودیجې څلور چېک‌‌‌ډېمونه جوړ شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام