د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د رباط سنګي ولسوالي په درېوو کلیو کې په ۴۰۰ میلیونه افغانیو د ۷۳۰ کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
د هستوګنې دغه کورونه د هرات زلزلهځپلیو ته جوړېږي چې رغنیزې چارې یې یکشنبه د لړم ۲۸مه پیل شوې.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او زلزلهځپلیو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند احمدالله متقي د یادو کورونو د جوړېدو چارو د پرانېستې پر مهال وویل، دغه کورونه به د ۴۵ ورځو په موده کې جوړ او زلزلهځپلیو ته به ورکړل شي.
د متقي په وینا، د یادو کورونو پر جوړېدو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د سرپرست حکومت لهخوا ورکول کېږي.
بلخوا د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال شرافالدین مسلم وايي، سرپرست حکومت چې کومې ژمنې له زلزلهځپلیو سره کړې وې، پرې عمل کوي.
هغه زیاته کړه چې زلزلهځپلیو سیمو کې به هغه کورونه هم بیاورغول شي چې د زلزلو پر مهال ورته زیان رسېدلی دی.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال شرافالدین مسلم وویل چې دا مهال د هرات ۴۰ کلیو کې د کورونو د جوړېدو چارې روانې دي او په وینا یې، پر هر کور ۱۸۰زره افغانۍ لګښت راځي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د هرات زلزلهځپلیو ته د ۷۳۰ نویو کورونو د جوړېدو چارې داسې مهال پیلېږي چې له دې وړاندې په زندهجان ولسوالي کې هم د ۶۵۰ کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې وې.