Asset 1SWN

سرپرست حکومت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره د هېوادونو همکاري غواړي

drugs_0

د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو قومندان احمدعلي ګودرزي د «یکشنبه، تلې ۲۹مه» د ایران له دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، هېواد ته يې د نشه‌يي توکو ۸۰ سلنه قاچاق د افغانستان او پاکستان د پولو له لارې کېږي.

ګودرزي زياته کړه چې له دغو هېوادونو سره د پولې د دېوال د جوړولو يو اساسي هدف د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنيوى دى.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د کډوالۍ او له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې مو زیان‌منې سیمې ارزولي، اوس مو لومړيتوب له پاکستان او افغانستان سره پوله ده چې تر ۸۰ سلنه مخدره توکي له دغو دوو لارو هېواد ته واردیږي.»

بل‌خوا د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو د قومندان یادو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، افغانستان هم د نشه‌يي توکو قرباني دی او د قاچاق د مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.

هغه د نشه‌يي توکو قاچاق او دې برخه کې د مبارزې په برخه کې د بېلابېلو هېوادونو همکاري غواړي. «افغانستان چې ډېری برخو کې د قاچاق قرباني وو، لازم اقدامات شوي، څو د توکو، اشیا او انسانانو د قاچاق مخه ونیول شي؛ دې برخه کې هر اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده او ایران چې زیانمن شوی، افغانستان هم زیانمن دی او باید قاچاق ممنوع شي او غیرمجاز توکي ونه‌لېږدول شي او خپله ټوله هڅه مو کړې او کوو یې، ولې همکاریو ته اړتیا ده او  باید هېوادونه همکار واوسي او افغانستان ژمن دی.»

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د هېوادونو ترمنځ د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره باید د سرحدي ځواکونو یو ګډ ځواک جوړ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نړیوالو اړیکو کارپوه عنایت الله همام وايي: «له نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې ګډ سرحدي پولیس رامنځته او هوکړه دې وشي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.»

د  سرپرست حکومت مشرتابه په ۱۴۰۱ کال کې یو فرمان صادر کړ چې په هېواد کې یې، د کوکنارو کښت تولید، لګښت، پېر او پلور منع کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام