د زابل د ټرافیک مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې له نقلیه وسایطو د بېمعنی لیکنو او سټېکرو د پاکولو کمپاین یې، پیل کړی دی.
د ټرافیک پولیسو مدیریت پرسونل د ټرافیکو لوی ریاست په ځانګړي هدایت د ټرافیکي کنټرول ترڅنګ د موټرونو له هندارو څخه مزاحمت کوونکي بېمعنی سټېکرو او لیکنو لرېکولو چارې پیل کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امنیه قومنداني ویاند ذبېحالله جوهر سلاموطندار ته وایي یاد کمپاین سره به د زابل په کچه ټرافیکي پیښو کې کمښت راشي.
هغه زیاته کړه د ټرافیک او امنیتي پولیس په گډه ښار کې هغه چاته چې د موټرچلوونې لایسنس ونهلري، د موټر چلولو اجازه نهورکوي.
د نوموړي په وینا، زابل ټرافیک پولیس د دې ولایت اوسېدونکو څخه غوښتنه کوي چې په ګډه د ټرافیکي قوانینو عملي کولو لپاره لاس په کار شي او خپل مسوولیت ادا کړي.