Asset 1SWN

سلام وطندار

د هېواد لوېدیځه حوزه کې سبا د پولیو ضدواکسین کمپاین پیلېږي

۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴

د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د لوېدیځې حوزې په څلورو ولایتونو کې به سبا دوشنبه د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړي.

دغه کمپاین به سبا دوشنبه د تلې درېیمه هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دوی په وینا، دغه کمپاین کې به شاوخوا ۱،۳ میلیون هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

د هرات د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر محمداصف کبیر وویل: «لاهم د هېواد په ختیځ کې د پولیو ویروس ژوند دی او مثبتې پېښې یې کندهار او بلخ کې هم تثبیت شوي او لوېدیځه حوزه چې له سوېل او شمال سره نږدې‌والی لري، دا کمپاین پیلوو.»

نوموړي له ټولو کورنیو وغوښتل چې د پولیو ضدواکسین کمپاین کې له روغتیایي کارکوونکو سره همکاري وکړي او خپل ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي، واکسین کړي.

په ورته وخت کې د هېواد لوېدیځه حوزه کې د واکسیناسیون پروګرام مسوول ډاکټر عبدالوحید رحماني وايي، تېرو درېوو کلونو راهیسې دغه سیمه کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

نوموړي وویل: «د فاضلاب سېسټم څخه چې په منظمه توګه هره میاشت نمونه اخیستل کېږي، پایله یې منفي ده، خو بیاهم د افغانستان ختیځ کې د پولیو مثبتو پېښو له امله ګواښ موجود دی.»

په همدې حال کې د هرات ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي، چمتو دي چې روغتیايي مرکزونو او جوماتونو کې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړي.

د دغه ولایت یوه اوسېدونکي فضل‌الحق وویل: «د پولیو واکسین ډېر ښه دی او کورنۍ دې دا په پام کې ونیسي چې خپل ماشومان واکسین کړي، څو له ګوزڼ وژغورل شي. یو څاڅکی کولای شي ماشوم له ستونزو وژغوري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې افغانستان له پاکستان وروسته دویم هېواد دی چې د پولیو ناروغي په کې په بشپړه توګه له‌منځه نه ده تللې او د روان کال له پیل راهیسې هېواد کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام