Asset 1SWN

د افغانستان په اړه د روسیې له ګونګ سیاست د شنونکو اندېښنې

brick-walls-churches-government-Kremlin-buildings-palaces

که څه هم روسیه له سرپرست حکومت سره نږدې ډيپلوماټیکې اړیکې لري، خو د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د وروستیو کلونو پرمهال یې له افغانستان څخه سیمې ته د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې.

په دې وروستیو کې د دغه هېواد د امنیت شورا منشي سرګي شویګو قزاقستان کې د یوې غونډه پرمهال ادعا کړې، ترهګرو ډلو افغانستان کې پټن‌‌ځایونه جوړ کړي او په دې توګه یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

روسیې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د ترهګرو له تورنوملړ څخه د سرپرست حکومت د نوم د ایستلو لپاره هڅې پیل کړي او د شانګهای همکاریو سازمان کې یې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ هم کړی.

دغه چلند د روسیې د اندېښنو ترڅنګ، د افغانستان په اړه د دغه هېواد د تګ‌لارې په اړه ځینې اندېښنې راپارولې دي.

د افغان ملت د پیوستون غورځنګ مشر محمدزلمی افغانیار پوپل وویل: «اوسنیو شرایطو کې د روسیې او افغانستان اړیکې دوه اړخیزې دي، یو د تعامل پر بنسټ خبرې دي او بل لور ته د دغه هېواد داسې څرګندونې کوي چې په‌کې نارامي مطرحه کېږي.»

کارپوهان ټینګار کوي چې د روسیې له‌خوا راپورته شوې اندېښنې باید په دقیقه توګه وڅېړل شي او زیاتوي چې د افغانستان په اړه د روسیې د دغه دریځ دوام د هېواد په زیان تمامېدای شي.

د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه یوسف امین ځاځي وویل: «له‌ یوې خوا تعامل غواړي او بل لور ته تورونه لګوي، دا د څه لپاره؟ که رښتیا هم دلته ترهګري شتون ولري او د نړۍ او سیمې امنیت ته ګواښ متوجه وي، باید امنیت شورا او هېوادونه یې په اړه پرېکړه وکړي، اسناد دې وړاندې کړي افغانانو ته.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سره له دې چې ملګروملتونو د اسلامي امارت د یوشمېر چارواکو پر سفرونو محدودیتونه لګولي، خو روسیه دامهال د اسلامي امارت د پوهنې، لوړو زده‌کړو او د کار او ټولنیزو چارو سرپرستو وزیرانو کوربه دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام