د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او د کورنیو تولیداتو څلور ورځنی ۳۱م خزاني نندارتون نن چهارشنبه، تلې ۲۵مه د کابل په بادامباغ کې د سرپرست حکومت د یوشمېر چارواکو له لوري پرانېستل شو.
د کرنې وزارت سرپرست عطاالله عمري په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل: «زموږ ۶۵سلنه کرنیز محصولات له کورنۍ اړتیا ډېر دي او سوداګر باید ورته بازارموندنه وکړي. دا نندارتون د سوداګرو او کروندګرو د محصولاتو پلور لپاره مهم ځای دی او بهرني مېلمانه کولای شي، خپل د اړتیا وړ توکي وپېري.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنې وزارت سرپرست د هېواد اقتصادي پیاوړتیا، د کرنې سکتور ته پراختیا ورکول، له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ، له کورنیو تولیداتو د استفادې فرهنګ ترویجول، د ځان بسیاینې په لوري د کروندګرو هڅول او د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د کورنۍ او بهرني پانګونې جلبول د دغه نندارتون له موخو څخه بولي.
د ریاستالوزا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر وړاندې خنډ رامنځته نه کړي. «هغه هېوادونه چې افغانستان کې سفارتونه لري، د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته بازارموندنه وکړي او ګاونډي هېوادونه باید زموږ د محصولاتو صادرولو لپاره خنډونه جوړ نهکړي.»
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د دغه نندارتون د پرانیستې مراسمو ته وویل، اسلامي امارت له کورنیو تولیداتو د ملاتړ سیاست لري. هغه له سوداګرو او کروندګرو وغوښتل چې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره باید د کورنیو تولیداتو کیفیت، پروسس او بستهبندۍ ته پام ډېر کړي.
هغه وویل: «موږ غواړو چې خپل محصولات د سیمې او نړۍ بازارونو ته ورسوو او هلته دې امکاناتو ته د لاسرسی پیدا کوو چې پروسس او بستهبندۍ ته پام وشي او هڅه کوو چې کرنیزو محصولاتو ته بدیل بازار پیدا کړو.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم وايي، سرپرست حکومت هڅه کوي چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادرولو لپاره نوې ترانزیتي لارې رامنځ ته کړي. «ا.ا خپله ټوله هڅه کوي چې د افغانستان کرنیزو محصولاتو پلور لپاره نوې ټرانزیټي لارې رامنځته کړي.»
د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او د کورنیو تولیداتو د ۳۱م نندارتون یوشمېر ګډونوال هیله څرګندوي چې وکولی شي له دې لارې د خپلو سوداګریزو توکو لپاره ښه بازارموندنه او د خپلو محصولاتو د پلورلو لپاره هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او د کورنیو تولیداتو ۳۱م نندارتون کې د کرنې او مالدارۍ محصولات، کرنیز ماشینالات، نباتات او طبي بوټي، د اوبو لګولو وسایل، د لمریزې برښنا تولیدي دستګاوې او لاسي صنایع په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي.