د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وايي چې د دغه ولایت په برهکيبرک ولسوالي کې د «توپ ډنډې» دودیزه لوبه د لسګونه ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوه.
د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل، په دغه لوبو کې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، د ولایت په کچه ۱۲ لوبډلو پکې ګډون کړی وو.
نوموړي زیاته کړه، د شویو لوبو وروستي پړاو ته د سلېمانخېلو او جلالخېلو لوبډلو لاره مندلې وه چې سلېمانخېلو لوبډلې په بریا سره پاتې ته ورسېدې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نعیمزي زیاته کړه، له یادو دودېزې سیالۍ له جوړیدو څخه یې موخه د ولایت په کچه پخوانیو دودیزو سیالیو ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول او د ورزشکارانو ظرفیت لوړول دي.
بلخوا د یادو سیالیو یوه ګډونوال رحیمالله سلاموطندار ته وویل، دا ډول سیالي کولای شي چې د ځوانانو ترمنځ مثبتې اړیکې رامنځته کړي، خو اړتیا ده چې ددغه ولایت دودیزو لوبو ته لا زیات کار وشي.