چین کې د موټر جوړولو «ټسلا» شرکت مسوولان وايي چې په خپلکاره توګه د موټرو تګ یا « Actually Smart Summon» سېسټم یې وړاندې کړی دی.
دغه ځیرک سېسټم د ټسلا اړوند موټرو کې لګول شوی او موټر ته اجازه ورکوي چې د موټرچلوونکي په اشاره تر یوه ځای تګراتګ وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
چین کې د یاد شرکت مسوولان وايي چې د موټرچلوونکي دغه چاره د یوه سافټوېر په مرسته کنټرولی شي.
چین د ټسلا موټرو لپاره تر ټولو ستر بازار ګڼل کېږي چې همدا تېره اوونۍ یې، دغه هېواد کې د یوې اوونۍ پرمهال د روان کال تر ټولو لوړ پلور درلود.
د امریکا د موټر جوړولو «ټسلا» شرکت په وینا، د روان کال د ډسمبر میاشتې د لومړۍ اوونۍ پرمهال یې، چین کې ۲۱۹۰۰ برښنايي موټر پلورلې دي.
چین کې د یاد شرکت څانګې ویلي و چې دغه پلور د روان ۲۰۲۴کال د څلور ربعو په پرتله تر ټولو لوړ پلور دی.
ټسلا روانه اوونۍ په دغه هېواد کې د خپلو برښنايي موټرو د پلور کچه داسې مهال اعلانوي چې د همدې کال په نومبر کې بیا یاد شرکت ۷۳۰۰۰ موټر خرڅ کړي دي.
په ورته مهال چین کې د ټسلا «Model Y» تر ټولو ښه او په لوړه کچه پلور لري چې تېرکال یې، ۵۵۶۰۰۰ موټر پلور شوي دي.