د ننګرهار د چپرهار ولسوالي د اخوند کلي اوسیدونکي وایي، سږ کال یې زرګونه جریبه ځمکه د اوبو د نهشتون له امله بې کرکیلې پاتې شوې.
دوی سلاموطندار ته وايي چې د دې ولسوالي ډېری کارېزونه او چینې وچې او د اوبو کچه یې په بېسارې توګه ټيټه شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چپر هار ولسوالي اوسېدونکی نذیراحمد وایي: «هر وخت چې فصل وکرو او ثمرې ته ورسیږي نو د اوبو د نشتون له وجې له مونږ نه وسوځي. له دولت نه غوښتنه دا ده چې مونږ ته د اوبو ذخیرې جوړې کړي»
د ننګرهار یو بل کروندګر مرجان ګل هم ورته غوښتنه لري. نوموړی وايي، که مسوولې ادارې او همکارې موسسې د اوبو ساتنې لپاره چکډیمونه جوړ کړي، څو دوی د اوبو د کمښت پر وخت ترې استفاده وکړي او وبه کولای شي له کرنیزو ځمکو د پام وړ حاصلات ترلاسه کړي.
هغه وویل: «مونږ د لوړو مقاماتو نه دغه غوښتنه ده چې مونږ ته په دغه ګیري خیلو تنګي کې چک ډیمونه جوړ شي او په هماغه اندازه چی اوبه پکار وي راخوشې کیږي به زمونږڅاه ګانو ته به هم تاوان نکوي »
د چپرهار یوشمېر اوسېدونکي چې روانې وچکالي ته اندېښمن دي، وايي، ګڼشمېر بزګرانو د خپلو کښتونو د خړوبولو لپاره لمریزې او جنراتوري برښنا ته مخه کړې چې پرمټ یې، له ژورو څاه ګانو اوبه راوباسي.
دوي غوښتنه کوي که اړوند ادارې غواړي د ځمکې لاندې اوبو سطحه وساتل شي، په کار ده ،کوچني کانالونه او اړین چکډېمونه جوړ کړي.
د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولان بیا وایي، ځينو هغو ولسوالیو کې د کارېزونو د پاکولو او بیا فعالولو لړۍ پېل کړې چې د اوبو سطحه یې، ټيټه او د وچکالي ګواښ پهکې زیات دی.
بلخوا کرنیز متخصصین وایي، اقلیمي بدلون، د اوبو بېځایه او له حد زیاته کارونه او د زیات شمېر ژورو څاه ګانو کیندل، هغه عوامل دي چې د اوبو سطحه ورسره ټيته شوې.
د کرنې برخې کارپوه عوض خان شېرزاد دغه راز ټینګار کوي څو د سېلابونو او بارانونو اوبو ذخیره کولو لپاره هم اړین اقدامات ترسره شي.
هغه وویل: «د اوبو د کمښت ستونزه چې ډیر کروندګر ورسره لاس او ګریوان دي دا ده چې خلک اوبه ډېرې بیځایه استعمالوي ان خپله بزګران هم دې برخې ته توجه نکوي ځکه اوبه یې کمې پکار وي خو دوی زیاتې اړولې وي بل دا چې بزګران باید خپله د ځان لپاره د کروندې په یو کونج کې ذخیرې جوړې کړې او یا دې کروندو ته د څاڅکو اوبه خور سېستم فعال کړي تر څو له یادې ستونزې سره یو څه مقابله شوي وي»
د ننګرهار د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول اجمل سبحاني وویل: «د اوبو ستونزه صرف په ننګرهار کې نه بلکه په ټول افغانستان کې ده او دا مسله دلته په چپرهار ولسوالۍ کې نه بلکه مونږ په ډیرو ولسوالیو کې د اوبو کمښت ستونزه شته چې زمونږ کروندګر نشي کولای له ځمکو ښه او پر وخت حاصل تر لاسه کړي خو مونږ کوښښ کوو هغه ولسوالۍ مونږ په کټګوریو ویشلي. یو یې ډیرې اوبه لري، یو یې کمې اوبه لري او یو یې بیخي اوبه نلري لکه د چپرهار او سره رود او روداتو ولسوالۍ دي. په چپرهار کې د موسساتو په مرسته د چک ډیمونو کار روان دی.»
د کرنې ریاست مسوولان زیاتوي، تازه د کرنې وزارت له لوري هرې ولسوالۍ ته یو یو چک ډېم منظور شوی چې په جوړیدو سره به یې د اوبو سطحه لوړه او ورسره په پلان کې لري، کروندګرو ته د څاڅکو اوبه خور سېسټم برابر کړي.
د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې ٢٢٥ کارېزونه شته چې ځينې یې د وچکالۍ، د ژورو څاه ګانو کیندلو او پر وخت د کارېزونو نه ترمیم له امله وچ شوي او دوی به یې د بیا فعالولو لپاره لاس په کار شي.