تخار کې د خلکو لهخوا په خپل سري توګه د درملو کارولو، د ځینو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او د دغه ولایت د اوسېدونکو جدي اندېښنې یې راپارولي دي.
د یاد ولایت د لروپرتو سيمو یوشمېر اوسېدونکي وايي، د ډاکټرانو د کمښت او درملو ته د نهلاسرسي له امله په خپل سري توګه د درملو کارولو ته مخه کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی زیاتوي چې د تخار په لرو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله دوی د خپلو مشرانو په مشوره او پرته له نسخې درمل اخلي.
د تخار یوشمېر نور اوسېدونکي بیا وايي چې په خپل سري توګه د درملو له اخیستو وروسته له روغتیايي ستونزو او پر نورو ناروغیو اخته شوي دي.
د تخار د رستاق ولسوالي اوسېدونکی جلالالدین وايي: «په وار وار مې له لویانو او ملګرو په خپل سري توګه د درملو کارولو مشورې ترلاسه کړي چې باید په خپل سري توګه درملتون ته ورشم او دوا واخلم، له شک پرته چې دا له زیان تش نهدي.»
د تخار یوشمېر نور اوسېدونکي د خلکو اقتصادي کمزورتیا د خپلسره درملو د اخیستلو یو لامل بولي او په وینا یې، ډاکټر ته تلل ډېرې پیسې غواړي او له همدې امله اړ دي چې له نسخې پرته له درملتونونو څخه درمل واخلي.
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی محمدقیوم وايي: «د ځینو ناروغیو لپاره اړتیا نه وینو چې باید ډاکټر ته لاړ شو او معاینه شو، ځکه لګښت لوړ دی او د همدې لپاره درملتون ته ځو او په ټيټه بیه درمل اخلوو.»
تخار کې یوشمېر درمل پلورونکي، درملتونونو کې د مسلکي کسانو نهشتون د دغه وضعیت یو لامل بولي او زیاتوي چې په ځینو درملتونونو کې د مسلکي کسانو نشتوالي درملو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړی.
د تخار یو درمل پلورونکی لطفالله وايي: «درملتونونه تخار کې ډېر دي او مسلکي کسان هم شته، خو ځینو درملتونونو کې غیرمسلکي کسان درمل پلوري چې له دولسم فارغ دي یا څوارلسم یې، لوستی دی او یوازې لوستل او لیکل کولای شي چې خلکو ته درمل ورکوي او اغېز یې هم هم دا دی.»
تخار کې روغتیاپالان له خلکو غواړي چې د ناروغېدو په صورت کې متخصص ډاکټر ته ورشي او د نسخې لهمخې درمل واخلي. دوی زیاتوي چې پهخپلسر د درملو کارول ناروغانو لپاره ناوړه پایلې لري.
تخار کې فارمسیس سیداصف وايي: «په خپل سري توګه د درملو کارول، ډېر ځاني اغېزې لري او د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه د تخار اوسېدونکو څخه غواړو چې په خپل سري توګه د درملو کارولو څخه ډډه وکړي او باید د ډاکټر په مشوره یې، وکاروي.»
د تخار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د دغه ریاست کارکوونکي تل د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د درملتونونو او د درملو له عمده پلورونکو څخه څارنه کوي.
مسوولان زیاتوي چې په درملتونونو کې د غیر مسلکي کسانو له شتون سره جدي چلند کیږي او له همدې امله یې یو شمېر درملتونونه تړلي دي.
د تخار د عامې روغتیا ریاست د څارنې عمومي امر ډاکټر غلام سرور رحماني وویل: «په تېرو دوو میاشتو کې یوشمېر درملتونونه، عمده پلورونکي او نور روغتیايي مرکزونه څارل شوي او ارزول شوي او له ۵۰ څخه ډېر درملتونونه او روغتیايي مرکزونه د ناقانوني سرغړونو له امله تړل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي و چې افغانستان کې د درملو پهخپلسر او نامناسب ډول استعمال، د میکروبونو پر وړاندې د مقاومت او د درملو نه اغېزمنتیا ننګونې زیاتې کړې دي.