Asset 1SWN

د تایوان ولسمشر: که ټرمپ مو له چین خلاص کړي، د نوبل جایزې مستحق دی

d110ff73-7d9a-4450-9c5f-38c0e8f6cb7c_16x9_1200x676

د تایوان ولسمشر «لای‌چینګ‌ته» وايي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وکولای شي، د چین ولسمشر شي جین‌پینګ وهڅوي چې د تاوتریخوالي له لارې د تایوان پر وړاندې له ګواښونو لاس واخلي، هغه به د نوبل د سولې جایزې مستحق وي.

لای دا څرګندونې له یوې امریکايي راډیو سره د مرکې پرمهال کړي او ټینګار یې کړی چې د امریکا ملاتړ د تایوان لپاره حیاتي اهمیت لري.

واشنګټن له تایوان سره رسمي اړیکې نه‌لري، خو د دې ټاپو تر ټولو لوی نړیوال ملاتړ کوونکی ګڼل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپورونو له مخې، تمه ده ټرمپ او شي جین‌پینګ په روانه میاشت کې وویني، خو د تایوان خلک اندېښنه لري چې ټرمپ ښايي د پخوانیو ولسمشرانو په څېر د تایوان له دفاع کلک ملاتړ ونه‌کړي او د سوداګریزې معاملې په بدل کې پکن ته امتیاز ورکړي.

چین لا هم د ځواک له لارې د تایوان د نیولو له هڅو نه‌دی تېر شوی او پرله‌پسې پوځي فعالیتونه د دغه ټاپو شاوخوا کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام