یونېسف: افغانستان کې ۸۷۵زره ماشومان د وزن له کمښت سره مخ دي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) د روانې اوونۍ د سهشنبې پر ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې ۲۰۲۳ کال کې به افغانستان کې ۸۷۵زره ماشومان د وزن له کمښت سره مخ وي.
یونېسف همداراز لیکلي چې افغانستان کې لوږې تر ډېره افغان ماشومان اغېزمن کړي دي.