افغانستان له بهرنیو بنسټونو او هېوادونو ۱.۴ میلیارډ ډالر پوروړی دی
د مالیې وزارت مسوولان وايي چې افغانستان د بهرنیو هېوادونو او بنسټونو د پور له درکه ۱.۴ میلیارډ ډالر پوروړی دی.
د مالیې وزارت مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته وویل چې دوی تر دا مهاله د دغو پورونو د ادا کولو په موخه ۶.۱ میلیون ډالر ورکړي دي.