د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وايي چې سبا چهارشنبه د کب ۱۷مه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن سهشنبه د کب ۱۶مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره سبا چهارشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام ته وړاندې کوي.