درېوو ولایتونو کې پر ۴۰۰۰۰ ښوونکو د پیسو د وېش بهیر پیل شو د افغانستان ملي ټلویزیون د پوهنې وزارت د مسوولانو له خولې ویلي چې کابل، لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې ۴۰۰۰۰ ښوونکو باندې د نغدو مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.