د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر په یو کال بند محکوم شو سترې محکمې ویلي چې د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر میر محمدامین فرهنګ یې له واک نه د ناسمې ګټې اخیستنې او فساد په تور په یوه کال بند او دولت ته د ۸۶۴ زره امریکايي ډالرو په ورکولو محکوم کړی دی.