روزګان کې زدهکوونکې: که ښوونځي خلاص نشي، کورنۍ به مو کډهکولو ته اړ کړو
د روزګان مرکز ترينکوټ ښار کې یوشمېر نجونې زدهکوونکې وايي، که هېواد کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي همداسې تړلي وي، خپلې کورنۍ به اړ کړي، څو هغو هېوادونو ته کډه شي چې دا مهال پهکې د نجونو ښوونځي پرانېستې دي.