دلاور: افغانستان کې به ډېر ژر د ټاپي پروژې چارې پیل شي د کانونو او پطرولیم وزارت چارواکي وايي چې ډېر ژر به د افغانستان په خاوره کې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د طبیعي ګازو د نللیکې د تېرېدو عملي چارې پیل شي.