د لوګر په دولتي او نورو ادارو کې د مېرمنو د ګمارنې کچه ۲۱ سلنې ته پورته شوې د لوګر د ښځو چارو ریاست مسوولان وايي، تېرو څو کلونو کې د ګوتو په شمېر مېرمنو دولتي او نادولتي ادارو کې دنده ترسره کوله؛ خو اوسمهال دغه کچه ۲۱ سلنې ته پورته شوې ده.