![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2022/05/280937011_5036372219792500_3481621785257237762_n-300x200.jpg)
د بهرنیو چارو وزارت: د افغان ښځو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا اندېښنه بېبنسټه ده
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض په اړه د دوی اندېښنه له واقعیت څخه لرې او بېبنسټه ده.