جوزجان کې د طالبانو نوي بندیزونه؛ موسیقي به نه اورئ او ږیره به نه خرېیئ
د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالي اوسېدونکي وایي، وروسته له هغې چې طالبانو دغه ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راوسته، اوس یې د دغې سیمې پر خلکو نوي بندیزونه لګولي او عملي کول یې اجباري کړي دي.