د افغانستان بانک د کارکوونکيو پر موټر چاودنې يو کس وواژه او دوه ټپيان کړل
د افغانستان بانک وايي، نن یکشنبه ۱۳۹۹ کال د سلواغې د میاشتې پر پنځمه د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل کمېسیون د رییس پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چې له کبله یې يو ساتونکی وژل شوی دی.
له ياد بانکه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل کمېسیون رییس عبدالله دوراني او يو بل کس ټپي شوی هم دی.