پکتیا کې د افغان سیکانو او هندوانو ځمکې نیول شوي
د پکتيا په مرکز ګردېز کې اوس د افغان سيکانو له ډلې يوازې یوه کورنۍ ژوند کوي. هندوان او سیکان وايي، په ګردېز کې يې ځينې ځمکې نیول شوي او يا یې د کورنيو له زياتېدو سره شته ځمکې ورته بسنه نه کوي. دوی له دولت څخه غواړي چې یاده ستونزه حل کړي.
جګمون سنګ بشردوست چې يوناني درملتون لري، په پکتیا کې د خلکو له چلن څخه خوښ دی او له مسوولانو غواړي چې د کاروبار پراخېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د کاپیسا د شخړو د حل امر یو خبریال او د هغه تصویراخیستونکی ډبولي
د کاپیسا د شخړو د حل امر له خپلو وسلهوالو کسانو سره په دغه ولایت کې یو خبریال او د هغه تصویراخیستونکی وهلی ډبولی دی. د دانش راډیو ټلوېزیون خبریال مقبول نوري او د هغه تصویراخیستونکی نن غرمه د کاپیسا ولایت د شخړو د حل امر عبدالوارث قاضي او د هغه د وسلهوالو له لوري […]
کورنیو بېځایه شویو ته ځمکې ورکول کېږي
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې په هرات کې یې د کورنیو بېځایه شویو د ستونزو د حل لپاره یوه ګډه کاري ډله جوړه کړې ده.