کابل کې د ناڅرګنده لاملونو له کبله د پاسپورټ ریاست تړل شوی
کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو نن ویلي چې دغه ریاست د مراجعینو پر مخ تړل شوی دی. د یاد ریاست د مطبوعاتو امر شفیعالله تسل خبریالانو ته ویلي چې تر بلې خبرتیا پورې دې د پاسپورټ اخیستونکي دغه ریاست ته نه ورځي او له ورتلو دې ډډه وکړي. د یاد ریاست د تړلکېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.