افغانې ښځې او ماشومان تر بل هر چا د انساني ناورین ښکار شوي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چې هغوی په هېواد کې د انساني ناورین ښکار شوي دي.