د کابل-جلال اباد پر لویه لار ټرافیکي پېښو کې ۲۰ کسان مړه شوي
د لغمان ولایت محلي چارواکي وايي، بېګاه شپه او نن سهار د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لار د دوو جلا ټرافیکي پېښو پر مهال ۲۰ ملکي وګړي مړه او ۱۸ ټپیان شوي دي. د لغمان ولایت چارواکي زیاتوي چې په مړو شویو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.