زابل کې ټرافیکي پېښې؛ تېرو شپږو ورځو کې یو کس مړ او ۳۴۹ ټپیان شوي د زابل روغتيايي مسوولان وايي چې په تېرو شپږو ورځو کې د دغه ولايت په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې په بېلابېلو ټرافيکي پېښو کې يو تن وژل شوى او ٣٤٩ نور ټپيان شوي دي.