د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وايي چې سبا چهارشنبه د وري میاشتې دویمه نېټه به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن (سهشنبه د ۱۴۰۲ د وري لومړۍ) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا چهارشنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.