تخار کې د وښو کموالي مالداران په پور د خپلو پسونو پلورلو ته اړ کړي
د افغانستان شمال او شمال ختیځ د زیاتو اوبو او ښې هوا له امله د مالدارۍ لپاره غوره سیمه ګڼل کېږي، خو د تخار ولایت مالداران په دې وروستیو کې له ننګونو سره مخامخ شوي چې له کبله یې دغه دودیز کسب مخ پر ځوړ روان دی.