![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2021/09/اردوغان-pc8eiidybry5k6p803l25fq8rhn9cl2ge35cz12hs8-300x195.jpg)
اردوغان: پر کابل هوایي ډګر له هوکړې وړاندې باید ټولګډونه حکومت اعلان شي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هېواد یې تمه لري چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه له هوکړې وړاندې باید په افغانستان کې د طالبانو له لوري ټولګډونه حکومت اعلان شي. اردوغان ویلي، تر هغه به افغانستان ته خپل ځواکونه ونه لېږدوي چې دغه هېواد کې ټولګډونه حکومت نه وي، جوړ شوی.