ثبت شوي سوالګر: تراوسه حکومت راسره مرسته نه ده کړې د کابل ښار یوشمېر سوالګر شکایت کوي چې د سرپرست حکومت له لوري یې د معاشونو د ورکړې په موخه د بایومټریک او ثبت بهیر بشپړ شوی، خو په وینا یې، تراوسه یې د مرستو په توګه خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.