روژه او د توکو لوړې بیې؛ د پروان اوسېدونکي: نرخونه دې کنټرول شي
د پروان مرکز چاریکار ښار یوشمېر اوسېدونکي روژه کې د خوراکي او نورو لومړنیو توکو د بیې له لوړوالي څخه شکایت کوي.
دوی سلاموطندار ته وايي چې له یوه پلوه یې د بېوزلۍ له امله دسترخوانونه تش شوي او له بلخوا هټۍوال په خپله خوښه توکو ته نرخونه ټاکي او پر خلکو یې پلوري.
کابل ښاریان: اسلامي امارت دې د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي
د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو په لوړېدو سره په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوې دي.