ملګري ملتونه: هر دوو ساعتونو کې یوه مېرمن د زېږون پر مهال مري
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق له لوري په خپور شوي رپوټ کې راغلي چې افغانستان کې ۹ میلیونه ښځې او نجونې له سخت روغتیايي بحران سره مخ دي او په هرو دوو ساعتونو کې یوه مینداوره مور د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.