مسوولان: هلمند کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال په تېروتنه دوه ښځې وژل شوي د هلمند محلي مسوولانو منلې چې درې ورځې وړاندې دغه ولایت کې د کور په کور چاڼیزو عملیاتو پرمهال امنیتي ځواکونو په تېروتنه دوه ښځې وژلي او دوه نور یې ټپیانې کړې دي.