ا.ا: هیله‌مند یوو د ایران د نوي حکومت په جوړېدو به د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شي

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان د ټاکل کېدو له کبله د هغه هېواد حکومت او خلکو ته مبارکي ورکړې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون ناوخته پر اېکس لیکلي چې ا.ا هیله‌مند دی چې په ایران کې د نوي ولسمشر په ټاکل کېدو سره به په بېلابېلو برخو کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي.

مسعود پزشکیان د ایران ولسمشر شو

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ټاکنې پرون (د چنګاښ پنځلسمه، د جمعې ورځ) وشوې چې په پایله کې یې مسعود پزشکیان د څه باندې شپاړلس میلیونه رایو په ګټلو سره د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ایران د ټاکنو بنسټ ویلي چې مسعود پزشکیان د ټاکنو په دویم پړاو کې د څه باندې ۳۰ میلیونه حساب شویو رایو له ډلې څه باندې ۱۶ میلیونه رایې خپلې کړې دي.