د بریټانیا لومړۍ وزیرې له ۴۵ ورځنۍ واکمنۍ وروسته استعفا وکړه
د بریټانیا لومړۍ وزیرې او د محافظهکار ګوند مشرې لیز ټراس په کورنیو ټاکنو کې له بریا ۴۵ ورځې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه. هغې ویلي چې د محافظهکار ګوند د مشر تر ټاکلو پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي.