ولسي جرګه: لومړۍ مېرمنې د ملت کور او ولس ته سپکاوی کړی
د ولسي جرګې یوشمېر غړو په نننۍ عمومي غونډه کې له ازادي راډیو سره د هېواد د لومړۍ مېرمنې رولا غني د هغو څرګندونو پر وړاندې چې ویلي یې وو، وکیلان رایه پلورونکي دي او جرګه د پېر او پلور ډګر دی، توند غبرګون وښود.